د قرغزستان پخوانى ولسمشر حاضر نه شو چې د اداري فساد په تور محاکمې ته حاضر شي.
د ۶۳ کلن الماس بېګ اتمبايف مدافع وکيل ژورنالېستانو ته وويل: اتمبايف په دې ننداره کې له برخې اخيستلو ډډه وکړه.
د هغه اشاره هغې ابتدائيه محاکمې ته وه چې ویل کېده چې نن په پلازمېنه بشکيک کې جوړه شي.
د قرغزستان چارواکو پرون د پنجشنبې په ورځ وویل، د ښاغلي اتمبایف ابتدايي محاکمه به په پلازمېنې بېشکک کې د تړلو دروازو تر شا جوړه شي.
د بایرنچي مي سیمه ییزې محکمې ویلي، پر ۶۳ کلن المازبېک اتمبایف لګېدلو تورونو کې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د مجرمانو د یوې ډلې د مشر عزیز باتوکایف د غیر قانوني خوشې کولو تور شامل دی.
د اتمبایف وکیل ویلي، موکل یې د قتل د تنظیم، عامه ګډوډۍ او په خپل هستوګنځای کې د امنیتي ځواکونو د برمته کولو په شمول په ۱۳ نورو مواردو کې هم تورن دی.
د قرغزستان پخوانی ولسمشر المازبېک اتمبایف د روان کال د اګست په اتمه نېټه د ده د پلویانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ له دوه ورځني اخ او ډب وروسته ونیول شو.