ډېلي مېل: د خپلې ۱۵کلنې جرمنۍ ملګرې وژونکی افغان تورن په زندان کې مړ موندل شوی

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې په فراه ولایت کې د هوايي حملو په نتيجه کې د ملکي تلفاتو په اړه مقاله خپره کړې ده.

مقاله لیکي، په فراه ولایت کې د طالبانو د مخدره موادو پر لابراتوار په هوايي حملو کې دېرش ملکيان وژل شوي دي.

دا خبره د ملګرو ملتونو له قوله لیکل شوې ده چې د چهارشنبې په ورځ یې په دې اړه یو مفصل راپور خپور کړ.

مقاله لیکي، د امريکا پوځ وویل چې په دغو لابراتوارونو کې کارکوونکي مشروع نظامي اهداف وو، ځکه دا خلک د طالبانو د ډلې غړي وو.

واشنګټن پوسټ په دې مقاله کې لیکي چې د ملکي تلفاتو له کبله د افغانانو غوصه پارېدلې ده، خو د مقالې په وینا، له دې کبله چې د سولې د یوه توافق په خاطر امريکا او طالبان پر یو بل فشارونه زيات کړي، په افغانستان کې د طالبانو حملې زياتې شوي او په همدې حال کې امريکا پر طالبانو عملیات زیات کړل.

ټرو پبلیکا:

د بریتانيا چاپ ټرو پبلیکا خپرونې هم په فراه ولایت کې د مخدره موادو پر لابراتوار د هوايي حملو په اړه لیکلي دي.

په دې مقاله کې راغلي چې د مخدره موادو پر مشکوکو لابراتوارونو په هوايي حملو کې لسګونه ملکیان وژل شوي دي.

په مقاله کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې يا یوناما او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر یا (او. اېچ. سي. اېچ. ار) ګډ راپور ته په اشاره راغلي چې دا راپور وايي، د فراه ولایت په بکوا او دلارام ولسوالیو کې د مخدره موادو پر مشکوکو لابراتوارونو په هوايي حملو کې په وژل شويو کې څوارلس کوچنيان او یوه ښځه شامل دي.

مقاله د راپور یوې برخې ته په اشاره ليکي چې ګواکې هغه کورونه چې د مخدره موادو د لابرواتوارونو په توګه کارېدل، د طالبانو د جګړې برخه نه وه چې باید د نظامي هدف په توګه منل شوي وای.

مقاله وايي، که څه هم بکوا ولسوالۍ د طالبانو تر کنټرول لاندې ده او طالبان له مخدره موادو عواید تر لاسه کوي، خو د یوناما د راپور په وینا، بمبار شوي کورونه ټول د طالبانو نه وو.

همداراز د راپور هغه ټکي ته هم اشاره شوې ده چې وايي، لومړی ځل هوايي حملو ډېر تلفات رامنځته کړي دي.

د راپور له قوله ویل شوي چې د هوايي حملو بدیل دا دی چې د مخدره موادو له سوداګرۍ سره اړوندو کسانو سره قانوني چلند وشي، نه دا چې ورباندې نظامي عملیات وشي او د ملکيانو ژوند له خطر سره مخامخ کړای شي.

ډېلي مېل:

ډېلي مېل ورځپاڼې په جرمني کې د یوه افغان قضيې ته کتلي دي.

په مقاله کې راغلي چې هغه افغان هلک چې د خپلې پنځلس کلنې جرمنۍ ملګرې په وژلو تورن شوی و، په زندان کې مړ موندل شوی دی.

دا کس چې عبدالمبین ډي پېژندل شوی و، په سپټمبر مياشت کې په اته نیمو کلونو بند محکوم شوی و.

څارنوالانو ویلي چې د ده مړی په زندان کې د پنجشنبې په سهار موندل شوی دی.

عبدالمبین په محکمه کې اقرار کړی و چې خپله پنځلس کلنه ملګرې يې د ۲۰۱۷ میلادي کال د ډسمبر مياشتې په ۲۷مه نېټه په کاندیل ښار کې په چاړه وهلې او وژلې یې وه.

څارنوالان په دې باور وو چې عبدالمبین ډي وروسته له هغه چې هغې ورسره ملګرتیا پرېښوده، په حسد کې دا کار کړی و.

د ده عمر د اوولسو او شلو کلونو تر منځ اټکل شوی دی.

دې قضيې د جرمني پر صدراعظمې انګیلا مېرکل نور هم فشارونه زیات کړل چې د پناه غوښتونکو پر وړاندې د هرکلي د پالېسۍ په خاطر له ۲۰۱۵ میلادي کال راهيسې له ګڼو انتقادونو سره مخامخ ده.