پاکستان د افراطي اسلامپالو د مشر حافظ سعید ۴ملګري نیولي

د افراطي اسلامپالو مشر حافظ سعید

پاکستاني چارواکو پرون د اکټوبر په لسمه وویل چې د افراطي اسلامپالو د مشر حافظ سعید څلور ملګري یې نیولي دي.

حافظ سعید تورن دی چې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې یې د هند پر ممبی ښار یې ترورېستي حملې پلان کړې وې.

په پاکستان کې د ترورېزم ضد پولیسو ویلي چې د حافظ سعید پر څلورو همکارانو چې تازه نیول شوي، د ترورېستي فعالیتونو د تمویل تور لګېدلی دی.

دا خبر روېټرز خبري اژانس خپور کړی دی.

حافظ سعید هم د جولای له میاشتې راهیسې په توقیف کې دی.

له دې امله د امریکا متحدو ایالاتو د پاکستان حکومت ستایلی و.

حافظ سعید واشنګټن ته د عمران خان تر سفر او د امریکا له ولسمشر سره د هغه تر کتنې یوه اوونۍ مخکې ونیول شو.

هند ادعا کړې چې پاکستان دا کار د واشنګټن د دریځ د نرمولو لپاره کړی و.

د حافظ سعید څلور ملګري هم په داسې وخت کې نیول شوي چې راتلونکې اوونۍ د فایننشیل اکشن ټاسک فورس یوه نړیواله څارونکې اداره د پاکستان په اړه غونډه لري.

په غونډه کې به پر دې بحث وشي چې پاکستان څومره ترورېستي ډلې او د هغوی مالي سرچینې مهار کړي او د پیسو د سپینولو مخنیوی یې څومره کړی دی.