ترکیې پرون د سوریې په شمال کې پوځي عملیاتو ته شدت ورکړ

د ترکیې حکومت د سوریې په شمال کې پرون د اکټوبر په لسمه پوځي عملیاتو ته شدت ورکړ.

رپوټونه وايي چې د جګړې له سیمې لسګونه زره خلک تښتېدلي دي.

جګړه د دواړو هېوادونو د ګډ سرحد په امتداد کې روانه ده.

د ترکیې د ځمکنیو قواوو او د سوریې په شمال کې د کرد وسله والو ترمنځ د جګړې د شدت له امله د ملکي تلفاتو رپوټونه هم ورکول کېږي.

نړیوالې ټولنې د سوریې په خاوره کې د ترکیې پوځي عملیات په شدت غندلي دي.

خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان پرون د نړیوالې ټولنې په ځواب کې وویل چې د خپل سرحد پر امتداد د ترورېزم د له منځه وړلو لپاره عملیات کوي.

رجب طیب اردغان وویل: اروپايي اتحاديې ويښه شه! زه بیا وایم، که تاسو په سوریه کې زموږ عملیاتو ته اشغال وایاست، موږ به هم خپلې پولې پرانیزو او درې ميلیونه او شپږلکه کډوال به در ولېږو.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش پرون د بحران د کرارۍ او د ملکي خلکو مصؤنیت ته د پام غوښتنه وکړه.

انتونیو ګوترش وویل چې په سوریه کې د بحران کراري مطلق ضرورت دی.

هغه ټینګار کړی چې په پوځي عملیاتو کې باید د ملګرو ملتونو پرېکړه لیکونه او نړیوال بشري قوانین هېر نه شي.

د ناروې د کډوالو اداره وايي چې څلورنیم لکه انسانان د ترکیې د سرحد په پنځه کیلومتره واټن کې اوسېږي.