ایران روسۍ خبریاله یولیا یوزیک خوشې کړې

ایران روسۍ خبریاله یولیا یوزیک له یوې اوونۍ توقیف وروسته چې علت یې نه دی څرګند شوی، خوشې کړې ده.

په تهران کې د روسیې سفارت په یوه بیان کې وویل چې هغه اوس په الوتکه کې روسیې ته په لاره ده.

یولیا یوزیک چې د تحقیقاتي ژورنالېزم خبریاله ده، د اکتوبر په دوهمه په تهران کې په یوه هوټل کې نیول شوې وه.

نوموړې د روسیې سفارت ته خبر نه و ورکړی چې د سپټمبر په ۲۹مه د تهران هوایي ډګر ته له رسېدو سره سم یې پاسپورټ چارواکو قید کړی و.

نه ایران ته د هغې د سفر هدف څرګند دی او نه یې هم تراوسه د نیول کېدو علت.