په سوریه کې د کُرد ځواکونو پر وړاندې د عملیاتو په اړه اندېښنې

د نړۍ یو شمېر هېوادونو د سوریې په شمال کې د کُرد ځواکونو په وړاندې د ترکیې د پوځي عملیاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په پام کې لري چې په یوه بېړنۍ غونډه کې دغه پوځي یرغل وڅېړي.

د دغو عملیاتو په ترڅ کې چې پرون پیل شول، د ترکیې جنګي الوتکو د کُرد وسله والو پر مورچلو هوایي حملې وکړې او ځکمني ځواکونه یې هم پر پوله واوښتل.

تراوسه د لږترلږه پنځلسو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ درې ورځې مخکې ویلي چې دی به په دغو عملیاتو کې مداخله ونه کړي او د ترکیې دغه اقدام یې بد بللی و.

د هغه د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو بیا پرون وویل چې واشنګټن به هېڅ کله هم دغه عملیات تأیید نه کړي.

د ټرمپ دغه ناڅاپي پرېکړه په کور دننه او بهر غندل شوې.

یو شمېر امریکایي سناتورانو پرون د یوې ګډې لایحې د مسودې اعلان وکړ چې له مخې یې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډون د ترکیې پر سیاسي، پوځي او د انرژۍ د صنعت پر مشرانو بندیزونه لګلول کېږي.

دغه لایحه به په امریکا کې د ترک سیاستوالو شتمني کنګل او پر چارواکو به د وېزې محدودیتونه ولګوي.

دغه لایحه به دغه راز انقره له دې منعه کړي چې د امریکایي مهماتو په ګډون د نړۍ له بازارونو پوځي تجهیزات وپیري.

د ناتو عمومي منشي ینس سټولتنبرګ وویل، د ناټو د غړې ترکیې امنیتي اندېښنې د توجیه وړ دي، خو دا مهمه ده چې داسې اقدامات ونه کړي چې ورسره سیمه لا بې ثباته کېدی شي.