د ترکیې جنګي الوتکو پرون د اکټوبر په نهمه د سوریې په شمال کې بمبار پیل کړ.
د سوریې شمال د ترکیې په پوله پورې پروت دی.
رپوټونه وايي چې د سوريې په راس العین ښار کې چې د سوریې پولې ته نږدې دی، د درنو چاودنو غږونه وو.
په دې سیمه کې مېشتو وسله والو ویلي چې دوه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور زخمیان شوي دي.
د ترکیې جمهور رئيس رجب طیب اردغان پرون د اکټوبر په نهمه اعلان وکړ چې د سوریې په شمالي سیمو کې پوځي عملیات کوي.
اردوغان دې عملیاتو ته د سولې چینه نوم ورکړی دی.
د ترکیې جمهور رئيس وویل چې په عملیاتو کې به د داعش وسله وال او کرد ملېشه ځواکونه چې د سوریې په شمال کې مېشت دي، وځپل شي.
د ترکیې ولسمشر وویل چې د دوی د پوځي عملیاتو هدف له ترورېزم سره مبارزه او ځپل دی.