د پاکستان صدراعظم چین ته په سفر تللی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې عمران خان دا سفر د چینايي چارواکو په بلنه ترسره کوي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د سه شنبې په ورځ (سپټمبر ۸مه) د یوه جګپوړي سیاسي او پوځي پلاوي په ملتیا له چینايي چارواکو سره پر یو لړ مسایلو د خبرو لپاره ددغه هېواد پلازمېنې بیجنګ ته تللی.

د پاکستان صدراعظم به د چین له ولسشمر او صدراعظم سره د دواړو ګاونډیو هیوادونو د اقتصادي اړیکو او د کشمیر پر وضعیت خبرې وکړي.

د عمران خان له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې چین او پاکستان "نژدې ملګري، کلک شریکان او اوسپنیز وروڼه" بلل شوي او ویل شوي چې له پیکنګ څخه د عمران خان دغه دوه ورځنۍ کتنه به له چین سره د پاکستان اقتصادي اړیکو، پانګونې او ستراتیژیکو اړیکو د لا پیاوړي کولو لپاره یو فرصت وي.

عمران خان به د چین له ولسمشر شي جین پینګ او صدراعظم لي کیکیانګ سره وګوري.

د دواړو هېوادونو د مشرانو د خبرو په اجندا کې د ۶۰۰ ملیارده ډالرو په ارزښت د چین پاکستان د اقتصادي دهلیز لویه پروژه هم شامله ده چې د چین د "یوه کمربند یوې لارې" د سترې پروژې برخه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې عمران خان به چینايي چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې یو لړ تفاهم لیکونه هم لاسلیک کړي.

عمران خان دا سفر په داسې مهال کوي چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر د ځانګړو اختیاراتو د ختمولو له امله د پاکستان او هندوستان اړیکي تر پخوا ډېرې کړکېچنې شوي دي.

د هند ترکنټرول لاندې کشمیر وضعیت هم د دې خبرو د اجندا بله موضوع ده.
د یادونې وړ ده چې تر عمران خان وړاندې د پاکستان د پوځ مشر جنرال جاوید قمر باجوه هم د دوشنبې په ورځ چین ته تللی دی.