جلال اباد کې د پرونۍ چاودنې د وژل شویو شمېر ۱۲ ته لوړ شو

د ننګرهار د والي ویاند ازادي راډیو ته وویل، چاودېدونکي توکي په یوه زرنج ډوله ریکشا کې ځای پرځای شوي وو.

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې چارواکي وایي، په جلال اباد ښار کې د دوشنبې ورځې په چاودنه کې د یوه ماشوم ګډون ۱۲ ملکي کسان وژل شوي.

تېره ورځ شااوخوا ۴:۳۰ دقیقو د جلال اباد ښار په درېیمه ناحیه کې د ملي اردو د جلب او جذب سرتېرو یوه کاسټر موټر ته څېرمه چاودنه وشوه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاو الله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، په دغې چاودنې کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲ ته لوړ شوی او ۳۲ نور ټپيان دي.

د ښاغلي خوګیاڼي په خبره، چاودېدونکي توکي په یوه زرنج ډوله ریکشا کې ځای پرځای شوي وو.

تراوسه چا ددغې چاودنې مسئولیت نه دی منلی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دغه برید غندلی او هغه یې د بشریت ضد جنایت بللی دی.