د افغانستان په جنوب ختیځ کې د پکتیا امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه په ډنډ پټان ولسوالۍ کې له طالبانو سره جګړه کې درې سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.
د پکتیا د پولیسو ویاند سردارولي تبسم ویلي چې جګړه د ډنډ پټان ولسوالۍ په کارېز سیمه کې شوې ده.
خو یوې بلې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د تېرې شپې په جګړه کې پنځه سیمه ییز پولیس وژل شوي.
تراوسه طالبانو ددغه برید په اړه څه نه دي ویلي.