د بدخشان ولايت چارواکي وايي، د شهدا او بهارک ولسواليو لپاره د طالبانو پوځي مسؤلان وژل شوي دي.
د بدخشان مطبوعاتي دفتر تېره شپه په يوه اعلاميه کې ويلي چې د شهدا ولسوالۍ لپاره د طالبانو پوځي مسؤل مولوي محمد داود خالد او د بهارک ولسوالۍ لپاره د طالبانو پوځي مسؤل برکت الله ارشد په هوايي حمله کې وژل شوي دي.
د اعلاميې په حواله، د افغانستان هوايي ځواک د طالبانو دغه دوه پوځي مسؤلان په بلې ولسوالۍ وردوج کې په نښه کړي دي.
د بدخشان مطبوعاتي دفتر ويلي چې د طالبانو دغو دوو پوځي مسؤلانو له کلونو راهيسې پر خلکو ظلمونه کړي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.