د افغانستان اجرائيه رياست وايي، صبغت احمدي د بهرنيو چارو وزارت د وياند په توګه خپل کار ته دوام ورکوي.
دغه رياست تېره شپه د احمدي د لېرې کېدو په تړاو په يوه اعلاميه کې وويل: په دې وخت کې انتصابونه او برطرفۍ کېداى شي له انتخابات سره ارتباط ولري.
په اعلاميه کې ويل شوي چې صبغت احمدي د سولې د پروسې په ملاتړ د بهرنيو چارو وزارت موقف بيان کړى دى.
د افغانستان جموري رياست پرون ماسپښين په يوه اعلاميه کې ويلي وو چې احمدي په رسنيو کې د غير مسؤلانه څرګندونو په خاطر له دندې لېرې کړاى شوى دى.
صبغت احمدي په وروستيو کې پاکستان ته د طالبانو د هيئت تر سفر وروسته په خپل ټوېټر کې ليکلي: د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د مستقيمو خبرو د زمينې برابرېدو لپاره د سيمې او نړۍ د هېوادونو د هڅو هرکلى کوي.
وروسته د جمهوري رياست وياند صديق صديقي په خپل ټوېټر کې وليکل چې د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ د کتنې په اړه د بهرنيو چارو وزارت د وياند وروستۍ څرګندونې د هغه شخصي نظر دى او د حکومت ليدلورى نه څرګندوي.
خو ښاغلي احمدي په ځواب کې وويل، د بهرنيو چارو وزارت رسمي دريځ يې بيان کړى دى.