نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې په اسلام آباد کې د طالبانو له استازو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبرو ته کتنه کړې.
د دې مطلب سرلیک دی، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی د سولې د خبرو له لغوه کېدو وروسته لومړی ځل له طالبانو سره ګوري.
ورځپاڼه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره د خلیلزاد کتنې ته اشاره کوي او لیکي، که څه هم طالبانو د اسلام آباد د غونډې په اړه څه نه دي ویلي خو د دې ډلې دوه استازي چې د دې خبرو د حساسیت له کبله نه غواړي نومونه یې افشا شي، د جزیاتو له ورکولو پرته تأیید کړې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره یې کتلي دي.
نیویارک ټایمز د مطلب په دوام لیکي، که د سولې خبرې بیا پیل شي، روښانه نه ده چې آیا دواړه لوري به هغه څه چې دوی مخکې موافقه پرې کړې وه خو اعلان شوې نه وه، بیا پرانیزي او که به د هغې موافقې د اعلان لپاره د عملي امکاناتو په رامنځته کولو تمرکز وکړي چې افغان حکومت مخالفت ورسره کړی و.
نیویارک ټایمز وړاندې لیکي، په پاکستان کې د طالبانو له استازو سره د خلیلزاد کتنې یو شمیر افغان چارواکي په غوصه کړي، ځکه طالبانو له افغان حکومت سره له مستقیمو خبرو ډډه وکړه.
نیویارک ټایمز د مطلب په وروستۍ برخه کې د افغان ولسمشر د ویاند صدیق صدیقي هغه څرګندونې نقل کړي چې اسلام آباد ته د طالبانو د پلاوي له رسېدو سمدستي وروسته یې پر ټوېټر په یو پیغام کې ولیکلې.
ښاغلي صدیقي لیکلي وو چې که د سولې بهیر د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت نه وي، نو هېڅ پرمختګ به پکې ونه شي.
د نړیوال بحران ډلې هم په خپله خپرونه کې په یوه مطلب کې چې سرلیک یې دی، د افغانستان د سولې د خبرو بیا پیل.
په اسلام آباد کې له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد خبرو ته یې اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ له خوا له طالبانو سره د خبرو لغوه کېدو د افغانستان لپاره د امریکا پالیسي ورانه کړه.
خپرونه لیکي چې امریکا د دې اقدام په وسیله د لومړي ځل لپاره د افغانستان د جګړې سیاسي حل چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل یې یوه برخه وه، د خپلۍ پالېسۍ سر ته راوست.
د مطلب په دوام کې راغلي چې امریکا غوښتل چې د سولې د خبرو په پایله کې پرته له دې چې د خبرو پرمختګ په پام کې ونیسي، له افغانستانه خپل ځواکونه په یو اړخیز ډول وباسي.
د نړیوال بحران ډله لیکي، که داسې شوي وای، نو د افغانستان جګړې به د طالبانو د بریدونو په نتیجه کې دوام کړی وای، ځکه طالبان تر ډېره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو تمرکز کوي او له بلې خوا د طالبانو مخالف ځواکونه به د ژوند او مرګ لپاره په جګړه کې ښکېل وای.