په کوسوو کې نن خلک له وخته مخکې پارلماني انتخاباتو کې رأیه ورکوي

په کوسوو کې نن خلک له وخته مخکې پارلماني انتخاباتو کې رأیه ورکوي.

د دې انتخاباتو پرېکړه له هغه کمپاین وروسته وشوه چې د فساد، اوزګارتیا او له ګاونډي هېواد صربیا سره د سولې موضوعات پرې حاکم وو، هغه معامله چې که موافقه پرې وشي نو ښايي په ملګرو ملتونو کې د کوسوو غړیتوب ته لاره پرانیزي.

د کوسوو د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون مشره والدیتې داکا له لومړنیو کسانو څخه وه چې نن په سیمه ییز وخت د سهار په اوو بجو یې خپله رأیه په پلازمېنه پریستینا کې وکاروله.

مېرمن داکا د کوسوو له ټولو خلکو وغوښتل چې د ماښام په اوو بجو د رأی ورکولو د مرکزونو له بندېدو مخکې رأیه ورکړي.

د کوسوو ولسمشر هاشم تاچي د ازادو او عادلانه انتخاباتو لپاره تر وسې وسې د هېواد د وګړو د زیات ګډون غوښتنه وکړه.

هغه پر فېسبوک په یوه پیغام کې ویلي چې د دې انتخاباتو په نتیجه کې نوی حکومت باید د کوسوو د خلکو د ژوند د ښیګڼې لپاره هڅه او له پرتو ستونزو سره مقابله وکړي.

د کوسوو په انتخاباتو کې څه کم دوه میلیونه خلک د رأی ورکولو په شرایطو برابر دي چې د کوسوو د پارلمان د ۱۲۰ غړو د انتخاب لپاره به رأیه ورکړي.