پوليسو په کندهار کې د ۳۳ ميلیونو کالدارو غله نيولي

چارواکي وایي چې پوليسو په کندهار کې د ۳۳ ميلیونو کالدارو غله نيولي ذي.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډيو ته وويل چې دواړه غله نن د کندهار د درېيمي حوزې د پوليسو له خوا نيول شوي دي.

بارکزی وایي چې يادو دوو کسانو نن د کندهار د صرافۍ له مارکېټه د سوداګرو ۳۳۰ لکه کالداري چې غزني ولایت ته لېږدول کېدلې، غلا کړي وې چې وروسته د پوليسو له خوا ونیول شول.

د پوليسو ویاند وایي چې له غلو ترلاسه شوې پېسي خپلو څښتنانو ته سپارل شوي دي.

د دې ترڅنګ پوليسو د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې هم څلور غله نیولي چې په دې ولایت کې به یې له خلکو څخه په زور موټرسایکلونه ايخستل، نيولي دي.