د فاریاب شیرین تګاب لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال هوايي برید کې ووژل شو

د فاریاب د پولیسو ویاند وايي، نورآغا وثیق او څلور نور ملګري یې په یوه موټر کې سپاره و چې په نښه شول.

د افغانستان په شمال کې د فاریاب ولایت چارواکي، د شیرین تګاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش آزادۍ راډیو ته وویل چې نورآغا وثیق او څلور نور ملګري یې په دغه برید کې وژل شوي دي.

هغه وویل: "دا ملا نور آغا وثیق د شیرین تګاب لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال و. نوموړی له ملا شاه ولي سره چې په سعادت مشهور و او د عشر او ذکات د ټولولو مسوول و، د ملا هدایت الله په نوم د طالبانو د سرې قطعې له یوه سرګروپ او دوه تنه ساتونکو سره یوځای ووژل شو."

د ښاغلي یورش په وینا دا کسان د کشفي معلوماتو له ترلاسه کېدو وروسته په داسې حال کې چې په یوه سراچه موټر کې شش‌پر نومي کلي ته روان وو، له الوتکې په نښه شول.