دولتي ځواکونو د تخار خواجه غار ولسوالي له طالبانو تصفیه کړې

۲۰۷ پامیر قول اردو ویلي، په دغو عملیاتو کې لس طالبان وژل شوي او پنځه نورټپیان شوي.

د افغانستان په شمال کې د ۲۰۷ پامیر قول اردو وایي، د تخار خواجه غار ولسوالۍ یې له هغو طالبانو تصفیه کړې چې په دې وروستیو کې له ګاونډي ولایت کندوز څخه دې ولسوالۍ ته ورغلي وو.

د دې قول اردو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګډو عملیاتو په نتیجه کې چې له هوایي ملاتړه هم برخمن وو، پرون مازدیګر مهال په خواجه غار ولسوالۍ کې د مخالفان سخت وځپل شو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د لومړنیو راپورونو له مخې لس طالبان وژل شوي او پنځه نورټپیان شوي او طالبان د دې ولسوالۍ له مرکز او شاوخوا سیمو یې په شا تمبول شوي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.