"طالبانو غزني کې لسګونه یرغمل کړي کسان خوشې کړي"

چارواکي وايي، د خواجه عمري ولسوالۍ ۴۳ اوسېدونکي چې طالبانو د پنجشنبې په ورځ (میزان ۱۱مه) له ځان سره بیولې و، پرون بیرته خوشې کړل.

د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ هغه لسګونه اوسیدونکي چې د پنجشنبې په ورځ طالبانو له ځان سره بیولې و، پرون بیرته خوشې شول.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري پرون ماښام (میزان ۱۳مه) ازادي راډیو ته وویل، "د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ ۴۳ اوسیدونکي چې دوه ورځې مخکې طالبانو یرغمل کړي او یوه نامعلوم ځای ته یې بیولي وو، د دې ولسوالۍ د قومي مشرانو په منځګړیتوب بیرته خوشې او خپلو کورونو ته ستانه شول."

ښاغلي نوري په دې اړه دغه کلیوال ولې طالبانو له ځان سره بیولي وزیات جزییات ورنه کړل خو زیاته یې کړه چې په دې اړه څیړنه کیږي.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.