هندي فعالانو او امریکايي سناتور اجازه ونه مونده هندي کشمیر ته لاړ شي

د هند دولت د اګسټ په پنځمه د هندي کشمیر هغه اختیارات لغوه کړل چې د هند اساسي قانون ورکړي وو او هلته‌یې خپل پوځي حضور پراخ کړ.

د امریکا د دیموکرات ګوند غړي سناتور کریس وان هولین چې د کانګرس له یوه پلاوي سره هند ته تللی او په هند کې د تعلیمي چارو یوه فعال سندیپ پاندې ویلي، د هند حکومت اجازه ورنه کړه چې کشمیر ته لاړ شي.

هولین پرون شنبه (اکتوبر ۵مه) په نوي ډیلي کې خبریالانو ته وویل، غوښتل یې چې د حالاتو د ارزولو لپاره دغې سیمې ته لاړ شي.

ده زیاته کړه، د امریکا متحده ایالتونه په کشمیر کې بشري وضعیت له نزدې څاري.

امریکايي چارواکو د نوي ډیلي لخوا د هند تر کنټرول لاندې کشمیر پر اوسېدونکو د محدودیتونو د لګولو په خاطر پر هند انتقاد کړی او د بندیزونو د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.

پاندې هم په نوي ډیلي کې یوې خبري غونډې ته وویل، دی او نور فعالان د حقیقت موندلو لپاره کشمیر ته تلل، خو پرې نه ښودل شول چې د کشمیر د مرکز سرینګر له هوايي ډګره ووځي.

د هند دولت د اګسټ په پنځمه د هندي کشمیر هغه اختیارات لغوه کړل چې د هند اساسي قانون ورکړي وو او هلته‌یې خپل پوځي حضور پراخ کړ.

وړاندې د نوې ډېلي له‌خوا د هند د اساسي قانون د ۲۷۰ یمې مادې د لغوه کېدو وروسته، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا هلته پر بشري وضعیت اندېښنه وښوده او د هند له حکومته یې وغوښتل چې په سیمه کې له ځپونکو اقداماتو لاس واخلي.