په غور کې نږدې د ٩٠ ميليونو افغانيو په لګښت ۳ پروژې بشپړې شوې

په غور ولايت کې نږدې د ٩٠ ميليونو افغانيو په لګښت درې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د غور د کليو پراختيا رئيس محفوظ الله فکور نن ازادي راډيو ته وويل، په دغو پروژو کې د سړکونو، کانالونو او محافظتي دېوالونو جوړول شامل دي.

ښاغلى فکور وايي، دغه پروژې په پسابند او لعل سرجنګل ولسواليو کې بشپړې شوې دي.

د غور چارواکي وايي، له دغو پروژو به ١٦٠٠ کسان ګټه پورته کوي.