په رومانیا کې د ټکر په یوه پېښه کې ١٠ کسان مړه شوي

نن سهار د رومانيا په جنوب ختيځ کې د يوه ميني بس او باروړونکي موټر د ټکر په نتيجه کې ١٠ کسان مړه شوي.

د رومانيا د کورنيو چارو وزارت يوه چارواکي رئد عرفات وويل، په ٧ ټپيانو کې څلور تنه يې په روغتون کې بستر شوي دي.

په اروپايي ټولنه کې رومانيا هغه هېواد دى چې ډېرې خونړۍ ټرافيکي پېښې په کې کېږي.