چارواکي: د غزني په ده یک ولسوالۍ کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي

د غزني چارواکي وايي، نن د ورځې په اوږدو کې د دغه ولایت په ده یک ولسوالۍ کې ۱۴ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي ویاند محمد عارف نوري نن په دې اړه رسنیو ته په لېږلي صوتي پیغام کې ویلي، په دې ولسوالۍ کې د افغانستان د ځانګړو ځواکونو پوځي عمليات اوس هم روان دي.

ده وویل: په دغو پوځي عمليات کې تر اوسه ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي.

نوري زیاتوي، په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکيانو ته زیان نه دی اوښتی او عملیات اوس هم روان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.