راپورونه: ټرمپ د ملي امنيت شورا د کارکوونکو د کمولو امر کړى

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

له واشنګټنه په ورکول شويو راپورونو کې ويل شوي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت شورا د کارکوونکو د پام وړ شمېر د کمولو امر کړى دى.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ د استيضاح د پلټنې په وړاندې مبارزه کوي چې د ملي امنيت شورا د فعاليت په تړاو د يوه افشاګر پر شکايت متمرکزه ده.

بلومبرګ پرون ناوخته راپور ورکړ چې د کارکوونکو شمېر به په تدريجي ډول کمېږي.

بلومبرګ وايي، ځينو سرچينو ويلي چې د کارکوونکو د شمېر کمېدل د سپينې ماڼۍ د هڅې برخه ده چې غواړي د ملي امنيت د نوي سلاکار رابرټ اوبراين تر مشرۍ لاندې د دې شورا د کارکوونکو شمېر محدود کړي.

دا مهال د امريکا د ملي امنيت په شورا کې ١٣٠ کسان د عملې په توګه کار کوي.

ولسمشر په اصولو کې د ملي امنيت پر چارو په غور کولو، پوځي مسايلو او د بهرنۍ پالېسۍ په پرېکړو کې له سلاکارانو د کابينې له چارواکو سره يوځاى له دې شورا ګټه اخلي.