حکومتي چارواکي وايي، د سېلابونو له کبله د پروان- باميان لار تړل شوې ده.
د پروان چارواکي وايي، د ورښتونو او سېلاب په نتيجه کې دغه لار له نن سهاره د ټرافيکو پرمخ بنده شوې ده.
د پروان د شينوارو ولسوال اکوګل محمدي ازادي راډيو ته وويل، نږدې پنځه کيلومتره ساحه تړل شوې او د سړک په دواړو خواوو کې سلګونه موټر بند پاتې دي.
د پروان- باميان لويه لار له شينوارو ولسوالۍ تېرېږي.