د غور په پسابند کې تېره شپه طالبانو پر یوه امنيتي پوسته حمله وکړه

په غور ولايت کې چارواکي وايي چې تېره شپه وسله والو طالبانو په پسابند ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوسته حمله کړې ده.

د پسابند سرپرست ولسوال عبدالاحد نن ازادي راډيو ته وويل، جګړه د شپې په نهو بجو پيل او تر يوې بجې يې دوام وکړ.

د ده په وينا، په دې جګړه کې ٥ افغان پوځيان وژل شوي او ٥ تنه نور ټپيان شوي دي.

د دوو ټپيانو وضعيت نازک ښوول شوى دى.

د وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.

بل خوا د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي وايي، په پسابند ولسوالۍ کې د شوې جګړې په اړه راپور نه دى ور رسېدلى.

د ازادي راډيو خبريال د سرچينو په حواله وايي، طالبانو له يوه کاله د پسابند او د ولايت د مرکز لويه مواصلاتي لار بنده کړې ده.