ټرمپ په علني ډول له چین څخه د جو بایډن په اړه تحقیقات وغوښتل

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ولسمشر ډونالد ټرمپ په علني ډول له چین څخه غوښتي چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډموکرات ګوند د احتمالي کاندید ـ پخواني مرستیال ولسمشر جو بایډن په اړه تحقیقات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا په کانګرس کې د اوکراین له ولسمشر سره په ټيليفوني محاوره کې د بایډن او د هغه د زوی په اړه د څېړنو د سپارښتنې له کبله په کانګرس کې د ولسمشر ټرمپ د استیضاح غوښتنه شوې ده.

ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، دی په دې باور دی چې هم چین او هم اوکراین باید د بایډن او د هغه د سوداګر زوی په اړه څېړنه وکړي.

هغه د استیضاح غوښتنه یوه بې معنا هڅه وبلله او ویې ویل که د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره مخامخ شم، زه به د زوی او پلار په اړه د تحقیقاتو سپارښتنه ورته وکړم او چین هم باید د هغه په اړه تحقیقات پیل کړي.

ټرمپ له دې څرګندونو وروسته پر ټوېټر په یو بیان کې ولیکل چې د فساد پر وړاندې مبارزه د ده دنده ده.

هانټر بایډن د اوکراین د ګاز د کمپنۍ بوریسما د مشرتابه بورډ غړی و او د هغه پلار د پخواني ولسمشر بارک اوباما په اداره کې له کیف سره د اړیکو د چارو مشري کوله، خو د دوی له خوا د سرغړونو په اړه کوم اسناد تراوسه نه دي وړاندې شوي.