موحد: د عدلي او قضايي مرکز محکمو نږدې۴۰ کسان مجازات کړل

د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد

د عدلي او قضايي مرکز محکمو نږدې څلوېښت کسان مجازات کړل.

د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د میزان د میاشتې په لسمه نېټه ازادي راډیو ته وویل چې د (۲۹) پېښو په تړاو یې (۳۷) کسان نیولي او بیا د دې مرکز د ابتدائیه او استیناف محکمو له خوا له شپږو میاشتو څخه نيولې بیا تر (۱۶) کالو پورې په بند باندې محکوم شوي دي.

د یادونې وړ ده چې امنیتي ادارو په دې وروستیو کې (۱۲) نور تورن کسان هم نیولي او تر هغه وروسته يې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي کړي دي.