د اوکراین لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي کورت وولکر پرون د اکتوبر په درېیمه د متحده ایالاتو د کانګرس یوې استماعیه غونډې ته حاضر شو.
دا غونډه د ولسمشر ډونالد ټرمپ د استیضاح په قضیه کې د څېړنو په لړ کې چې د ډموکراتانو په مشرۍ کېږي، جوړه شوې وه.
وولکر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لومړنی چارواکی دی چې د استازو د جرګې درېیو کمېټو ته په دې برخه کې توضیحات ورکوي.
څېړنې په دې اړه روانې دي چې ایا ټرمپ د اوکراین له ولسمشره د امریکا د پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن او د هغه د زوی هانتر په اړه د تحقیقاتو د غوښتنې په کولو سره له خپل مقامه ناوړه استفاده کړې ده که نه؟
بایډن د امریکا د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډموکرات ګوند له مخکښو کاندیدانو څخه دی.
ښاغلي ټرمپ بایډن او د هغه زوی په اوکراین کې په سیاسي فعالیتونو او سوداګریز کاروبار کې په فساد تورن کړي، خو د خپلې ادعا د ثبوت لپاره یې هېڅ راز اسناد نه دي وړاندې کړي.
یوې نامعلومې سرچینې ادعا کړې چې ټرمپ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په ټيليفوني خبرو کې له هغه غوښتي وو چې د بایډن او د هغه د زوی په اړه تحقیقات وکړي، خو ټرمپ دا ټيليفوني خبرې یوه عادي مکالمه بللې.
وولکر تېره اوونۍ د اوکراین لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه له خپلې دندې استعفی ورکړه.