ایران وایي، د جنرال قاسم سلیماني د وژلو دسیسه یې ناکامه کړه

د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني

یو جګپوړی ایرانی چارواکی وايي، تهران د ډګر جنرال قاسم سلیماني د وژلو لپاره د اسرائیلي او عربي استخباراتي ادارو دسیسه ناکامه کړې ده.

سلیماني د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان دی.

د ایران دولتي رسنیو د سپاه پاسداران د امنیتي رئيس حسین طیب له قوله وویل، دسیسه کوونکو د سلیماني د پلار قبر ته نږدې ځمکه اخیستې وه او شااوخوا ۵ سوه کیلو چاودېدونکي مواد یې هلته ایښي وو چې قوماندان سلیماني پرې ووژني.

طیب چې نن یې په یوه خبري غونډه کې څرګندونې کولې، وویل چې یو شمېر د دې دسیسې په تړاو تېره میاشت نیول شوي دي.

ده ونه ویل چې څومره کسان، خو ویې ویل چې پر دې دسیسې له کلونو راهیسې کار شوی و.