د عراق په اعتراضونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۸ ته ورسېد

د عراق مظاهرې

په عراق کې نن پنجشنبه د فساد او بې روزګارۍ پر ضد په لویو اعتراضونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۸ تنو ته ورسېد.

عراقیان نن د درېيمې ورځې په مخه له دې سره سره کوڅو او واټونو ته په اعتراض راوځي چې پر ګرځېدو بندیز دی، پولیسو پر اعتراض کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز شیندي او حتی ډزې کوي.

ناکراري د عراق جنوب ته خپره شوې او دا د عراق د صدراعظم عادل عبدالمهدي حکومت ته تر دې دمه تر ټولو لوی سرخوږی دی.

حکومت د نن سهار له ۵ بجو څخه په پلازمېنه بغداد کې پر هر راز خوځښت بندیز اعلان کړی و، خو له دې سره سره اعتراض کوونکي راووتل.

اعتراضونه لومړی پلا د سې شنبې په ورځ د سپټمبر په لومړۍ په بغداد کې پیل شول خو وروسته د دغه هېواد شیعه مېشتي جنوب ته وغځېدل.