افغان چارواکي په روسیه کې د افغانستان په اړه د امریکا، روسیې، چین او پاکستان ترمنځ د څلور اړخیزې ناستې په اړه وایي چې د افغان دولت له حضور پرته دغهشان غونډې مثبتې پایلې نهلري.
د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ستراتېژیکو اړیکو عمومي مشره ناجیه انوري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "تېرو تجربو وښودله چې په هغو پروسو کې چې د افغان دولت مالکیت او محوریت پهکې نهوي، بریا به ونهلري، تر دې وړاندې هم د دا شان ناستو او مذاکراتو شاهدان وو چې هېڅ لاسته راوړنهیې نهدرلوده."
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي چې د دغې ناستې په اړهیې رسمي خبر نهدرلود.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم په دې اړه له خبرو ډډه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د ترکیې انادولو خبري اژانس ته ویلي چې روسیه د یوې بلې ناستې د ترسره کولو په برخه کې کار کوي.
د نوموړې په خبره، دا ناسته به د امریکا، چین، روسیې او پاکستان ترمنځ د اکټوبر په میاشت کې په روسیه کې ترسره شي.