اوچا: د افغانستان په شمال ختیځ کې ۱۴ زره کسان بې‌ځایه شوي

افغان کډوال

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا تازه راپور ښيي چې د افغان امنیتي ځواکونو او دولت ضد وسله‌والو ترمنځ د نښتو له امله د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان، تخار، کندز او بغلان ولایتونو کې ۱۴ زره کسان بې‌ځایه شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د دغو بې‌ځایه شویو ډېری شمېر د تخار ولایت دي او دوی ته د مرستندویو بنسټونو د مرستو بهیر روان دی.

د تخار ولایت یو شمېر بې‌ځایه شوي چې د دغه ولایت له نا امنو سیمو د تالقانو ښار ته کډه شوي، ازادي راډيو ته وویل چې یو شمېر بې‌ځایه شویو ته مرستې رسېدلي، خو ځيني نور ترې بې‌برخې دي.

اخوا د بغلان او کندز یو شمېر بې‌ځایه شوي هم وایي چې تر دې دمه دوی ته هم مرستندویه بنسټونو هېڅ رسېدنه نه‌ده کړې.

بل‌خوا پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت په بدخشان، کندز، تخار او بغلان ولایتونو کې د بې‌ځایه شویو د شمېر په منلو وایي چې په تخار کې د ۴۵۰۰ بې‌ځایه شویو او د ۳ نورو ولایتونو یو شمېر بې‌ځایه شویو ته لازمې مرستې رسېدلي او دغو بې‌ځایه شویو ته د مرستې بهیر روان دی.

دغه وزارت وایي، د بې‌ځایه شویو د وضعیت د دوام په صورت کې د مرستندویه بنسټونو له لوري ورته بودجه په اختیار کې ورکړل شوې او له دوی سره به مرستې وشي.