د افغانستان د بدني روزنې ریاست په کابل کې د ساحلي والیبال د تمریناتي لوبو د پیل خبر ورکوي.
د بدني روزنې ریاست د مطبوعاتو برخې مسؤل عارف پیمان د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دغه سیالۍ تېره ورځ پیل شوې او تر درې ورځو پورې به دوام وکړي.
د ښاغلي پیمان په خبره، د دې سیالیو په پایله کې د والیبال ساحلي ملي ټيم لپاره غوره لوبغاړي انتخابېږي.
د بدني روزنې ویاند عارف پیمان وايي، روانې سیالۍ د ۱۶ ټیمونو ترمنځ دي چې دغه سیالۍ به تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې دوام وکړي.