غني: د ټاکنو په ورځ د افغان ځواکونو په اړه هېڅ شکایت نه‌دی شوی

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني ویلي چې د ټاکنو په ورځ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د فعالیت په اړه هېڅ شکایت نه‌دی ثبت شوی.

ولسمشر غني پرون د اکټوبر په ۲مه ماښام په ارګ کې په یوه غونډه کې له امنیتي ځواکونو او هغو والیانو مننه کړې چې په انتخاباتو کې یې لاسوهنه نه‌ده کړې.

ټاکنې د سپټمبر په ۲۸مه یا د میزان په شپږمه وشوې.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو د امنیت ټینګولو لپاره ۷۲ زره امنیتي او دفاعي ځواکونه په ځانګړي ډول په دندو ګمارل شوي وو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې وسله‌والو طالبانو د ټاکنو په ورځ لږ تر لږه ۶۸ حملې وکړې چې پنځه ملکي وګړي او ۲ پولیس په‌کې ووژل شول.