واشنګټن: پیونګ یانګ دې له پاروونکو اقداماتو لاس واخلي

شمالي کوریا نن له ختیځ ساحل څخه یو توغندی چې احتمالا بالستیک راکټ به وي، توغولی دی.

د امریکا متحده ایالتونو پر پیونګ یانګ غږ کړی چې له پاروونکو اقداماتو ډډه وکړې او د اټمي پروګرام په اړه خبرو ته ژمن پاته شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې ویلي چې له شمالي کوریا څخه یې غوښتي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیک سره سم خپل مکلفیت پرځای کړي او له پاروونکو اقداماتو لاس واخلي.

د امریکا دا څرګندوني وروسته له هغه شوي چې شمالي کوریا نن له ختیځ ساحل څخه یو توغندی چې احتمالا بالستیک راکټ به وي، ویشتلی دی.

جاپان ویلي چې شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک پر خلاف دوه توغندي ویشتلي او زیاتوي چې دا توغندي ددې هیواد ځانګړي اقتصادي سیمي ته رسیدلي دي.

جنوبي کوریا وایې احتمال لري دا توغندی له اوبتلې څخه ویشتل شوی وي.

د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو ترمنځ د تېرې جون میاشتي تر لیدني راوروسته دا نهم توغندی دی چې د پیونګ یانګ لخوا توغول کیږي.

په هغه لیدنه کې د امریکا او شمالي کوریا مشرانو ویلي وو چې د کوریا له ټاپو وزمې به د اټمي وسلې پاکولو مذاکرات له سره وشي.