بغداد کې د حکومت ضد اعتراضونو کې دوه کسان وژل شوي

پلازمېنې بغداد کې خلکو د اداري فساد، بېکارۍ او کمزورو عمومي خدمتونو، دغه راز د برېښنا د زياتې پرچاوۍ او د اوبو د کموالي له کبله په اعتراضونو لاس پورې کړی.

د عراق په پلازمېنه بغداد کې د حکومت ضد اعتراضونو پر مهال د امنيتي ځواکونو او اعتراض کوونکو ترمنځ د شخړې له کبله دوه کسان وژل شوي او ٢٠٠ تنه نور ټپيان شوي دي.

پرون سه شنبه (اکتوبر لومړۍ) زرګونه کسان د پلازمېنې بغداد په تحرير ميدان کې سره راغونډ شول.

دوى د اداري فساد، بېکارۍ او کمزورو عمومي خدمتونو، دغه راز د برېښنا د زياتې پرچاوۍ او د اوبو د کموالي له کبله اعتراض وکړ.

ځينو اعتراض کوونکو د پوځ د پېژندل شوي قوماندان ډګر جنرال عبدالوهاب السعدي عکسونه له ځانونو سره لېږدول.

دى په وروستيو کې د عراق د ترورېزم ضد خدمتونو د ادارې له خوا له کاره ليرې کړاى شو چې دې مسئلې جنجال راپورته کړ.

راپورونه وايي کله چې ځينو اعتراض کوونکو هڅه وکړه، له خنډونو په اوښتو ځانونه زرغونې ساحې ته ورسوي، د بلوا ضد پوليسو يې د تيت و پرک کولو هڅه وکړه.

په زرغونه ساحه کې د دولتي چارواکو کورونه او بهرني سفارتونه پراته دي.

په بدل کې ځينو اعتراض کوونکو پر پوليسو د ډبرو ګوزارونه وکړل.

د عراق د روغتيا وزارت وايي په ټپيانو کې ١٦٠ تنه ملکيان او ٤٠ امنيتي سرتېري شامل دي.

په عراق کې د تېرو څو مياشتو اعتراضونو له کبله لسګونه کسان ټپيان شوي دي.