واشنګتن پوسټ:
واشنګټن پوسټ ورځپانه لیکي، له کله چې د امریکا او طالبانو د سولې خبرې لغوه شوې دي، د امریکا د ملي امنیت یوشمېر څیړونکي په دې نظر دي چې دا خبرې باید د تل لپاره ونه دریږي.
ورځپاڼه وړاندې لیکي، د خبرو له لارې د افغانستان څلوېښت کلنه لانجه هغه وخت بریالۍ هواریدلی شي چې افغانان په خپله د دې لانجې د حل لپاره مهم کارونه ترسره کړي.
ورځپاڼه څرګندوي چې واشنګتن د طالبانو همکارۍ او اجازې ته اړتیا نه لري چې له دغې اتلس کلنې لانجې ووځي، بلکه واشنګتن کولی شي چې سر له اوسه له طالبانو سره له تړون پرته له افغانستانه ځواکونه وباسي.
د واشنګتن پوسټ د مقالې د لیکوال په نظر د امریکا متحد ایالتونه کولی شي پرته له دې چې د افغانستان کمزوری او په اداري فساد ککړ حکومت حمایت کړي، هلته د امریکا ضد ترهګرې ډلې وځپي.
ډیپلومات:
دیپلومات هم د سولې مساله رااخیستې ده. دا خپرونه لیکي، د امریکا او طالبانو د سولې د خبرو لغوه کیدل د اسلام اباد لپاره له انتظاره لرې و.
د خپرونې په باور، پاکستان غوښتل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ معامله وشي. دیپلومات اسلام اباد ته د امریکایي پلاوي د سفر موضوع ته هم اشاره کوي چې تمه وه دا هیات به پر نهایي هوکړه لیک خبرې کوي.
دیپلومات لیکي، ښایي د سولې د موافقې یو اړخیزه لغوه د پاکستان او طالبانو اړیکي هم اغیزمن کړي وي.
ډیلي مېل:
ډیلي مېل ورځپاڼې د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د رضا خوشنود خرمي د اشتراک مسالې ته کتنه کړې ده.
خرمي د ۲۰۱۴ کال په انتخاباتو کې هم برخه اخیستې وه، هغه مهال طالبانو د ده دوې ګوتې پرې کړې، خو دا ځل دی بیا ورغی او رایه یې ورکړه.
خرمي ازادي راډیو ته په مرکه کې وویل چې د ګوتو له پرې کېدو وروسته له ډیرو ستونزو سره مخامخ شوی، خو کله هم ناامیده شوی نه دی.
ډیلي میل ان لاین خپرونه بیا د خرمي په وینا لیکي چې ده د دې لپاره رایه ورکړې چې تروریزم ته تسلیم نه شي.
خرمي زیاتوي، دوی زموږ ګوتې پرې کړې خو زموږ روحیه نه شي ځپلی.
ډیلې میل وړاندې لیکي، که څه هم طالبانو د شنبې په ورځ (سپټمبر ۲۸مه) د انتخاباتو په ورځ یو لړ وړې حملې د رای ورکولو پر مرکزونو وکړې، خو دا ډله ونه توانیده چې داسې لوی برید وکړي چې د رسنیو د سر خبر شي.