ټرمپ د کانګرس یوه غړي د نیول کېدو وړاندیز کړی چې دده د استیضاح لارې ارزوي

د کانګرس یوشمېر ډیموکراتانو د ښاغلي ټرمپ د ځېنو فعالیتونو په اړه څېړني پېل کړي او هڅه کوي چې د هغه استیضاح ته مقدمه جوړه کړي.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ وړاندیز کړی چې په کانګرس کې د کلیفورنیا د ډیموکراتانو استازی ادم شېف د خیانت په جرم ونیول شي.

ښاغلی شیف د ښاغلي ټرمپ د استیضاح لپاره د تحقیقاتو مشري کوي.

د کانګرس یوشمېر ډیموکراتانو د ښاغلي ټرمپ د ځېنو فعالیتونو په اړه څېړني پېل کړي او هڅه کوي چې د هغه استیضاح ته مقدمه جوړه کړي.

د کانګرس دا ډله په دې اړه چې څېړنه کوي چې ډونالد ټرمپ د اوکراین پر جمهور رئيس فشار راوستی چې د پخواني ولسمشر د مرستیال جو بایډن د فعالیت په اړه تحقیق وکړي.

جو بایډن د ډیموکرات ګوند غړی دی او ښایي په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د امریکا د جمهوري ریاست لپاره د ډونالد ټرمپ پروړاندې له عمده کاندیدانو وي.

خو ښاغلي ټرمپ پرون (سپټمبر ۳۰مه) وویل چې د اوکراین له ولسمشر سره یې عادي خبرې کړې دي.