د اوکراین صدراعظم ، الکسي هونچاروک د داسې پنځه کلن پرمختیايي پلان اعلان وکړ چې د اوکراين اقتصادي، دفاعي او بشري پرمختګ به هغه حد ته لوړ کړي چې په اروپايي اتحادیه کې د غړیتوب لپاره لومړیتوب لري.
داوکراین د پرمختیا پنځه کلن پلان د تکنوکراتیک حکومت تر نوم لاندې جوړ شوی دی.
د اوکراین صدراعظم، پرون د سپټمبر په ۳۰مه، ژمنه وکړه چې په دوامدار ډول به پر ساینسي، معارف او فرهنګي چارو پانګونه کوي او خلکوته به په لوړ کیفیت د ژوند زمینه برابروي.
د اوکراین صدراعظم غواړي چې په پنځوکلونو کې د اوکراین اقتصاد څلوېښت فیصده وده وکړي.
هغه وویل چې د دومره ودې لپاره باید د ناخالصو کورنیو تولیداتو اندازه په راتلونکو پينځو کلونوکې ۵ فیصده لوړه شي.