امنیتي چارواکي ارزګان کې د اوو طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

د ارزګان امنیه قومندان ویلي حمله د بهرنیو ځواکونو لخوا په خانقا سیمه کې شوې چې د ترینکوټ ښار په پنځه کیلومترۍ کې پرته ده.

د ارزګان امنیتي چارواکي وایي، په ترینکوټ ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې ۷ طالبان وژل شوي دي.

د ارزګان امنیه قومندان محمد خطاب خنجري ویلي چې حمله پرون (دوشنبه، میزان ۸مه) د بهرنیو ځواکونو لخوا په خانقا سیمه کې شوې چې د ترینکوټ ښار په پنځه کیلومترۍ کې پرته ده.

د چارواکو په وینا دغه سیمه له تېرو څلورو کلونو راهیسې د طالبانو په کنټرول کې ده.

ښاغلي خنجري نن ازادي راډیو ته وویل، په دغه برید کې ۱۴ نور طالبان تر خاورو لاندې شوي او د مرګ او ژوند په اړه یې معلومات نشته.

طالبانو لا د حکومت ددې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.