په داسې حال کې چې چین نن (اکتوبر لومړۍ) د کمونستي نظام د ټینګښت اویایمه کلیزه نمانځي، په هانګ کانګ کې معترضان د حکومت پرضد نورو مظاهرو ته تیاري نیسي.
د هانګ کانګ سیمه ییز حکومت دې مظاهرو ته اجازه نه ده ورکړې.
پیکنګ غواړي دا ورځ نړیوالو ته د ملي یووالي او قوت د سمبول په توګه وښيي. په دې ترڅ کې اورلوبې، هنري او سپورتي نندارې او د "دونګفنګ ۴۱" په نوم د لویو وچو ویشتونکي یوه توغندي ښودلو په ګډون پرتمین پوځي پرېډ په پام کې دی.
خو په هانګ کانګ کې له نزدې څلورو میاشتو لاریونونو او نښتو وروسته، د نورو پراخو اعتراضونو لپاره چمتووالی روان دی.
دا مظاهرې د چین محکمو ته د مجرمانو د بېرته سپارلو د لانجمنې لایحې پروړاندې له مخالفت څخه پیل شوې، خو د پراخې ډیموکراسۍ او د پیکنګ د هغو اقداماتو د مخنیوي له غوښتنو سره یې دوام وکړ چې مخالفین یې د بریتانیا په دې پخوانۍ مستعمره کې د چین لاسوهنه بولي.