وسلهوالو یاغیانو په سومالیا کې هغه پوځي مرکز په نښه کړی چې د امریکا ځانګړو ځواکونو سومالیایي کمانډو ځواکونو ته پهکې روزنه ورکوله.
امنیتي سرچینو د سپټمبر په ۳۰مه وویل چې تر دې بمي برید وروسته د سپکو وسلو ډزې هم شوې دي.
دا مرکز د پلازمېنې موګادیشو په ۱۰۰ کیلومترۍ کې پروت دی.
په القاعده شبکې پورې تړلې الشباب ډلې د دې برید مسؤلیت اخیستی دی.
دا ډله ادعا کوي چې د یاد مرکز په دروازه کې یې موټر بم چاودنه کړې او بیا یې وسلهوال دننه ورغلي دي.
تر اوسه د دې پېښې له کبله د سومالیا او د امریکایي پوځيانو د تلفاتو راپور نهدی ورکړل شوی.
په یوه جلا پېښه کې په موګادیشو کې د ایټالیا پر یوه پوځي کاروان چاودنه شوې ده.
د ایټالیا د دفاع وزارت دا خبره تأیید کړې. تر اوسه د دې پېښې د تلفاتو راپور نهدی ورکړل شوی.