ایران وایي په داسې حال کې چې له ریاض سرهیې اړیکې ترینګلې دي، د درېیمګړو هېوادونو له لارې یې د سعودي عربستان پیغامونه ترلاسه کړي دي.
د ایران د ولسمشر ویاند علي ربیعي د سپټمبر پر ۳۰مه خبریالانو ته ویلي چې که سعودي عربستان واقعاً د چلند د بدلون په لټه کې وي، ایرانیې هرکلی کوي.
نوموړي د سعودي عربستان د پیغام جزئیات نهدي ښودلي.
نوموړي زیاته کړه چې د هرمز د سولې پلان برخه هم د سعودي عربستان په څېر ګاونډیو سره تطبیق کېدای شي، نو ایران د دې پروسې هرکلی کوي.
ریاض ایران تورنوي چې د سپټمبر په ۱۴مهیې د سعودي عربستان د تېلو پر دوو تصفیهخانو بریدونه کړي، خو ایران دا تور ردوي.
ریاض وایي سره له دې چې دوی له ایران سره د لانجې سولهییز هواری غواړي، خو که چېرې د یادو بریدونو په اړه د ریاض پلټنې یقیني کړي چې دا بریدونه د ایران له خاورې شوي، نو دا به د دوی په خبره د جګړې یو اقدام وي.