والي: په غزني کې د طالبانو مشهور قوماندان مولوي عبدالحنان ووژل شو

د غزني والي وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو یو مشهور قوماندان او د طالبانو پخوانی نومول شوی والي مولوي عبدالحنان د افغان پوځیانو له خوا وژل شوی.

د غزني والي وحیدالله کلیمزي پرون شپه له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا مسئله یاده کړه.

ده وویل: طالبانو ته چې هر ځای یې مزاحمت کاوه، ملکیان یې هدف ګرځول او وېره او ترهه یې خپروله، زیات تلفات ورسول شول، په وژل شویو کې د طالبانو نومول شوی والي مولوي عبدالحنان د غزني په خوګیاڼو ولسوالۍ کې تېره ورځ ووژل شو.

د غزني والي ښاغلی کلیمزی وايي چې د طالبانو دا مهم کس په هوايي برید کې وژل شوی.

وسله والو طالبانو د مولوي عبدالحنان وژل کېدل تأییدوي، خو ویلي یې دي چې دی د یوې ډلګۍ قوماندان و.