د روسیې د حکومت لسګونه زره سیاسي مخالفینو مظاهره وکړه

د روسیې د حکومت لسګونه زره سیاسي مخالفینو پرون په مسکو کې مظاهره وکړه.

دوی د حکومت له خوا د سیاسي مخالفینو د بندیانولو د لړۍ د بندېدو غوښتنه کوله.

یوه مظاهره چي ولادیسلاو بارابانوف وویل چې د سیاسي مخالفینو د ځپنې د بندېدو یوازنۍ لار د خلکو مظاهرې او یووالی دی.

ده وویل: یوازې د خلکو د فشار په مټ ممکنه ده چې سیاسي مشرتابه اړ ایستل شي، بله هېڅ لار نشته چې په چارواکو فشار راوړل شي، زه به لا اوس هم زندان کې وم که داسې د خلکو پاڅون او د یووالي کمپاین نه وای.

ویل کېږي چې شل زره کسان په دې مظاهره کې راټول شوي وو.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د حکومت تر ټولو سر سخته مخالف الکسي ناوالني په دې مظاهره کې پوتین تورن کړ چې بې ګناه خلک بندیانوي.

ناوالني تېره میاشت له بنده خوشې شو او دا لومړی وار و چې زرګونه کسان یې د مظاهرو لپاره سره ټول کړي وو.