په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون کچه څه ډول وه؟

د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو په اړه د ازادي راډیو (زما رأیه زما حق) ځانګړې خپرونې د دې اوونۍ بحث د انتخاباتو د ترسره کېدو څرنګوالي ته ځانګړی شوی دی.

د میزان په شپږمه خلکو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ګډون وکړ، که څه هم د خلکو د ګډون په اړه کره شمېره په لاس کې نشته، خو د څار بنسټونه وايي چې ممکن تر دوو میلیونو خلکو خپله رأیه کارولې وي.

دا چې انتخابات څنګه وشول؟د خلکو د ګډون کچه څه ډول وه؟ ایا درغلۍ ورکې شوي؟ او یو شمېر نور لاملونه مو د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ له اجرائیوي رئیس یوسف رشید او ښځینه فعاله حمیرا ثاقیب سره څېړلي دي.

دغه پروګرام رحمت الله افغان چمتو کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

زما رأیه زما حق