په زابل او ارزګان کې ۲۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله وال د افغان او نړيوالو ځواکونو په هوائي او توپچي عملياتو کې د زابل په ارغنداب او د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالۍ کې مړه او ژوبل شوي دي.
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحيی علوي وایي چې په دغو عملياتو کې ۲۰ وسله وال وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
--