د پاکستان صدراعظم عمران خان په چمن کې پرونۍ چاودنه چې د جماعت علماء پاکستان ګوند مشر مولانا محمد حنیف په کې ووژل شو، غندلې ده.
جماعت علماء پاکستان ګوند د عمران خان د تحریک انصاف ګوند مخالف دی.
پاکستاني پولیس وايي چې پرون د سپټمبر په ۲۸مه د چمن په تاج روډ سیمه کې په چاودنه کې ۳ تنه وژل شوي او ۷ کسان زخمیان شوي دي.
پولیسو ویلي چې بم په یوه موټرسایکل کې پټ شوی و.
چاودنه په داسې وخت کې شوې چې مولانا حنیف له یوې ودانۍ د وتلو په حال کې و او دوه نور وګړي هم ورسره ملګري وو او هغوی هم وژل شوي دي.
د بلوچستان د پولیسو یوه مامور محمد اقبال ویلي چې د حملې هدف مولانا محمد حنیف و.
د مولانا حنیف ګوند پلان درلود چې راتلونکې میاشت په اسلام اباد کې د حکومت خلاف مارش وکړي.