حوثي ملېشه: د سعودي نجران ولایت ته نږدې مو سترې حملې کړي

په یمن کې شیعه حوثي ملېشه ادعا کوي چې د سعودي عربستان جنوبي ولایت نجران ته نږدې یې سترې حملې کړي او زیات شمېر پوځيان او پوځي موټر یې نیولي دي.

د حوثيانو د پوځ ویاند پرون د سپټمبر په ۲۸مه په یوه بیان کې ویلي چې په حمله کې د "دښمن درې منصبداران" وژل شوي دي.

د سعودي په مشرۍ ائتلاف تر اوسه په دې اړه خبرې نه دي کړي.

د سعودي په مشرۍ عربي ائتلاف له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې په یمن کې د حوثي ملېشه ځو اکونو پر ضد عملیات کوي او زرګونه کسان په دې کړکېچ کې وژل شوي دي.

په یمن کې د روان بحران له امله ميلیونونه وګړي په یوه بشري بحران کې راګیر دي.