د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، تر اوسه پورې هېڅ یوه داسې امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې چې د خلکو د رأی ورکونې په وړاندې خنډ وګرځي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیاله ویانده مروه اميني وايي، د ټولو هغو مراکزو امنیت ټینګ دی کوم چې دوی یې ژمنه کړې وه.
اغلې امیني دا هم وايي چې ۳۱ مرکزونو ته حساس مواد نه وو رسېدلي چې دوی خلک نورو مرکزونو ته انتقال کړي.
له نوموړې سره اجمل تورمان مرکه کړې او په سر کې یې د امنیتي پېښو په اړه ترې پوښتلي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدای شئ:
Your browser doesn’t support HTML5